Tuesday, May 19, 2020

Hazrat


۱: اې بې کاره، سست بنده! میږي ته وګوره سره د دې چې کوم سردار یې نشته بیاهم ګرمۍ په موسم کې د ځان له پاره خواړه ټولوي او د ژمي په موسم کې ترې ګټه اخلي(خوري).
۲: جهالت د ځوانانو د زړونو سره نښتی دی، مګر بربیه یې داسې لرې کوي لکه چترۍ چې باران لري کوي.
۳: د مومون په عملنامه کې یوځل تسبیح زما د سلطنت څخه غوره ده ځکه چې دنیا خو فاني ده.
۴: تعلیم تر ټولوغوره خیرات دی.
۵: د بچو د تربیت څخه لاس مه اخله، په یوه دوه لښتو وهلو به مړنشي، مګر د دوزخ د اوره به یې وساتي.
۶: جنګ مخکې له دې چې زیات شي ، مه یې پرېږده چې جنګ وشي.
۷: کور او مال هغه میراث دی چې  د پلاره  بچي ته پاتې کېږي، مګر عقلمنده ښځه  د الله ج لو نعمت دی.
۸: انصاف او صداقت د الله(ج) په نیز د قربانۍ څخه غوره دی.
۹: دولت ډېر ملګري پیداکوي خو فقیر هغه خپل ملګري هم له لاسه ورکوي، حتي چې خپل ورور یې هم ورسره کېنه کوي.
۱۰: کم ویونکی عالم د ښه مزاج لرونکی او عقلمند وي، کم عقل هم ترهاغه وخته پورې هوښیار وي چې چپ وي.
۱۱: د الله (ج) څخه ویریدونکي په عمرکې زیاتوالی کېږي او د شر خوښونکي په عمرکې کموالی کېږي.
۱۲: کله چې د انسان عادت او خوی د الله(ج) د لارې مطابق وي، دښمن یې هم ملګری کېږي.
۱۳: قناعت بدن ته تازه والی وربښي او کینه بدن ته مړاویتوب ورکوي.
۱۴: شتمن په ففیر او مسکین خپل حکم کوي او پوروړی د پوره د مالک مني.
۱۵: څوک چې په کم عقل باندې پیغام لېږي، لکه خپله چې خپلې پښې پرې کوي.
۱۶: خوږې خبرې غصه له مینځه وړي.
۱۷: رښتیا ته هیڅ کله ماتې نشي ورکولائ !.
۱۸: کم عقل ته د هغه په لهجه (کم عقلۍ) ځواب مه ورکوئ، هسې نه چې تاسې هم د هغه په څېر شئ.
۱۹: هغه چې حوصله ډېره لري عقلمند او هغه چې بې حوصلې وي خپل کم عقلتوب ښکاره کوي.
۲۰: په خپل خیال کې ځان ته وښیار مه وایئ، د الله(ج) څخه وویریږئ او د بدیو څخه ځان وساتئ.
۲۱: کوم مسکین چې فریاد وکړي او څوک یې د فریاد د لاسه غوږونه بند کړي، نو دهغه فریاد به هم وانه وریدل شي.
۲۲: د هيڅ انسان سره بدي مه کوه مګر که څه هم تاته یې بد رسولي وي.
۲۳: د انسان عزت په دې کې دی چې په یو څیز کې زیات چېړ ونکړي، مګر کم عقل به بیا بیا په یوڅیز کې چېړکوي.
۲۴: په دنیا کې د غوښتنې څخه ځان وژغوره، ځکه چې میلمه د کوربه په کورکې د خیټې د کچې څخه زیاته نشي خوړلای.
۲۵: هغه دولت چې په دروغو سره لاس ته راغلی وي کمیږي او هغه چې په محنت سره لاس ته راغلی وي زیاتیږي.
۲۶: د الله لاره  د نیکو خلکو له پاره توان، طاقت او قدرت دی او د بدانو له پاره هدایت دی.
۲۷: هغه چې په غلطه لار روان دي، په لاره کې به یې اغري وي څوک چې له غزو ځان ساتي له دې خلکو سره  دې نه کیني.
۲۸: هوښیار خلک  د ځان  د خلاصي له پاره  لارګوري، مګر نادان خلک  د تباهي خوا تیریږي او بیا هم ځان نه خلاصوي.
۲۹: د نا امیده ورځ بده وي، مګر هغه چې امید لري شکر کوونکي هم وي.
۳۰: کېدای شي ملکیت یو دم لاس ته راشي، مګر انجام به یې د مبارکۍ وړ نه وي.

Hazrat Abobakar Sadiq


۱: اې خلکو الله(ج) چې ستاسې له پاره اور تیار کړی دی، پورته شئ هغه اور د لمونځ په واسطه مړکړئ.
۲: د عقل مند پېژندنه کم ویل دي.
۳: فقیر ته صدقه په ډېر ادب او عاجزۍ سره ورکوه، ځکه چې فقیر ته په عاجزۍ صدقه ورکول د قبلیدو نښه ده.
۴: د مصیبت بنسټ مباحثه ده.
۵: اوښکې توی کړه په هغه ورځ چې تیره شوه او هيڅ نیکي دې پکې ونکړه.
۶: میوه لرونکې ونه مه وهئ( پرې کوئ).
۷: علم پرته د عمل څخه بیکاره ده او بې علمه عمل هم بیکاره دی.
۸: ښځې د سرو زرو سوروالی او د زعفرانو زیړوالي هلاکې کړې.
۹: ماته دا غوره وه چې زه د یو مومن بنده د سینې ویښته وای.
۱۰: پرهیز کوئ چې ګټه رسوي او عمل کوئ چې عمل قبلیږي.
۱۱: په زړه اکثره آفتونه د سترګو له لارې راځي.
۱۲: اې خلکو! د الله(ج) له ویرې څخه وژاړئ کنه، نو هغه ورځ هم راتلونې ده.
۱۳: له بدو خلکو سره د کېناستلو څخه یواځې کېناستل غوره دي.
۱۴: د الله (ج) په کارونوکې خبرې مه کوئ، کنه نو الله به ستاسې په کارونو کې کار ولري.
۱۵: اخلاق دا دي چې د اعمالو بدله وانه خیستل شي.
۱۶: انسان ضعیف دی، تعجب دی، بیا هم چې د الله(ج) د طاقت نافرماني کوي.
۱۷: د کفارو سره جهاد کوچنی جهاد دی، د نفس سره جهاد لوی(اکبر) جهاد دی.
۱۸: ځواني او حقیقي سخاوت دادی چې د بل چا تکلیف په خپله غاړه واخلي.
۱۹: کوم ځناور چې مړشي یا کومه ونه چې ووهل شي، لامل یې دا وي چې د الله(ج) تسبیح یې پرېښې وي.
۲۰: په چا چې نصیحت تاثیر ونکړي، په دې پوه شه چې زړه یې د ایمان څخه خالي شوی دی.
۲۱: د ژوند دوران څه عجیبه امر دی، مګر د دې څخه غفلت عجب تر دی.
۲۲: د ګیلو او شکایتونو څخه ژبه  په امن کړه، راحت به درته پیداشي.
۲۳: عدل او انصاف د هرڅه نه غوره دی.
۲۴: ما په نوي کفن کې مه خښوئ، زما څخه زیات حق د هغه چا دی، چې ژوندی وي او په تن لوڅ وي.
۲۵: د مومن له پاره دومره علم کافي دی چې د الله(ج) څخه وډار شي.
۲۶: د پیغمبر انو میراث  علم دی او دفرعون او قارون میراث مال.
۲۷: چا کې چې د ژړیدو وس نه وي، نو په ژړیدونکي د رحم وکړي.
۲۸: په خبروکې اختصار (لنډوالی) کوه همدومره چې واوریدل شي، په اوږدو خبروکې  د سړي نه موضوع ضایع کېږي.
۲۹ : ژوند ساده او مختصر تیرول پکاردي، کنه نو دقیامت ورځ به سخته وي.
۳۰: په کوم قوم کې چې بې حیایي خپره شي، نو د الله(ج) په هغه قوم عذاب رالیږي.
۳۱: د مخلوق د تکلیف لرې کول او په خپل ځان یې تکلیف تیرول حقیقي سخاوت دی.




 - هغه چې په شتو کې له لوږې مري، د هغوی لوږه له ناپوهۍ نه ده. 

زه لوی او کوچني خلک په دې پېژنم چې لوی خلک پر راتلونکي او کوچني پر تېر فکر کوي.

 ۳ سپي یوازې دخپل څښتن دښمن نه داړي، کله کله يې پر دوستانو هم حمله کوي.

 ۴ - ترمخدوم نه مې خادم او تر پیر نه مې مرید خوښېږي. 

۵ - وپوهېدم چې دخیر او برکت خلک په ساده مسلمانانو کې موندلی شو. 

۶ - زموږ ‌ډېر غمونه د خوښۍ په ډولۍ کې پټ دي.

 ۷ - ځیني وايي،خوښ خلک هغه دي چې غم نه لري، خو داسې نه ده، له هر چا سره د خوښۍ په اندازه غم دی. 

۸ - ښه ده چې عقل او پوهه پرموږ ډېر تسلط نه لري، که نه ډېرې خوشالۍ به مو پر غم بدلې شوې وای.

 ۹ - د غم او خپګان یوه دنده دا ده چې د خوشالۍ ذایقه او خوندروزي. 

۱۰ - موږ هغه شیان خوشالوي چې موږ یې ډېر خپه کړي یو.

۱۱ ـ  ځیني وخت خپګان او غمونه د خوشالۍ د راتلو زیری راکوي.

۱۲ ـ  په یاد ولر‌ئ چې تیز باران سېلابونه او تندر له ځان سره لري.

۱۳ ـ  جبر او اختیار په هرځای کې یو شان نه وي. 

۱۴ ـ هر څومره چې د انسان په ژوند کې پرمختګ رامنځ ته کېږي، په هغومره اندازه جبر او مجبوریتونه کمېږي او اختیار او خپلواکي ډېریږي.

 ۱۵ ـ د زمانې دا عادت دی چې زاړه شیان له کاره باسي او نوي شیان په کار اچوي. 

۱۶ ـ موږ تر خدمتګارانو باداران ښه پېژنو.

۱۷ ـ خوږوالی یو خوږوالی دی، خو په مختلفو ځایونو کې په بېل خوند او بېل نوم پیدا کېږي. 

۱۸ ـ هره هغې خبره کې چې ابتکار وي، هغه د ادب پردې ته لویه اړتيا لري. 

۱۹ ـ پر خلکو حکومت کول ګران نه، بلکې په هغو کې د لایقو او پوهو کسانو پېژندل ګران کار دی.

۲۰ ـ  ډېرې خبرې کوونکو او ډېر فکر کوونکو ته د کار خلک نه شو ویلای؛ ځکه تر ډېره د هغوى خبرې او فکر عملي جنبه نه لري.

charli


۱ ـــ څومره تریخ دی، چې د کینې له مخې یې ولیکې او په خندا یې ولولي .

۲ ـــ په دنیا کې د ټولو له پاره کافي ځای شته، پرځای د دې چې د چا ځای ونیسې، هڅه وکړه، چې خپل ځای پیدا کړې .

۳ ـــ تر ټولو غوره دوست مې هېنداره ده، کله چې زه ژاړم، هغه نه خاندي .

۴ ـــ د ژوند تر ټولو ستر خوند دا دی، چې له خوبه را ویښ شې او وګوري، چې بیا هم د ویده کېدلو فرصت لرې .

۵ ـــ د چا لوڅ زړه دې چې ونه لیده، نو لوڅ بدن دې مه ور ښکاروه، هېڅکله د هغه چا له پاره چې ستا د کتلو په مانا نه پوهېږي له خپلو سترګو اوښکې مه تویوه، خپل زړه دې تش وساته، که چېرې کومه ورځ دې وغوښتل، چې چاته په خپل زړه کې ځای ورکړې، هڅه وکړه چې یوازې یو کس وي، هغه ته ووایه، چې له ځانه ډېره او له خدای (ج) څخه کمه مینه در سره لرم، ځکه په الله (ج) باندې باور لرم او تاته اړتیا لرم .

۶ ـــ د ښځو ځان غوښتنه د هغوی د بربادۍ تر ټولو لوی لامل او د کورنیو له منځه تګ دی، هېڅ څیز د ښځو د ځان غوښتنې په کچه کورنۍ نه دي ورانې کړي .

۷ ـــ په پیسو کولای شو : کور واخلو، خو ځاله نه. بستره واخلو، خو خوب نه. ساعت واخلو، خو وخت نه . کولای شو مقام واخلو، خو درنښت نه. کولای شو کتاب واخلو، خو پوهه نه . درمل واخلو، خو درملنه نه . بالاخره کولای شو زړه واخلو، خو مینه نه .

۸ ـــ ښه انسان اوسه، مګر نوروته د اثبات له پاره یې خپل وخت مه ضایع کوه .

۹ ـــ زه په ژوند کې ډېرې ستونزې لرم، مګر شونډې مې ترې خبرې نه دي او تل خاندي .

۱۰ ـــ زما تېروتنه دا وه، چې په هرځای کې وځورېدم، وخندېدم، فکر یې وکړ چې درد نه لري، لاپسې کلک ګوزارونه یې راکړل .

۱۱ ـــ افسوس هرڅومره هڅه مې چې وکړه، چې خلک پوه شي، خو یوازې وخندېدل .

۱۲ ـــ که چېرې خوشاله وې، ورو وخانده، ترڅو غم را ویښ نه شي او که چېرې غمجن وې، نو ورو وژاړه، ترڅو خوښي ناهیلې نه شي .

۱۳ ـــ تاسو هغه مهال ځواک ته اړتیا لرئ، چې وغواړئ په ناوړه کارونو لاس پورې کړئ، که نه نو مینه د ټولو کارونو د ترسره کولو له پاره بسنه کوي .

۱۴ ـــ مهربان و اوسه او هرچا ته چې رسېږي، نو موسکی شه، ته نه پوهېږې، چې په خلکو څه تېرېږي، کېدای شي ستا موسکا هغوی ته د یوې ازښتمنې خزانې په څېر وي او هغوی هغې موسکا ته ډېره اړتیا ولري .

۱۵ ـــ له دښمن نه دې یو ځل او له دوست نه دې زر ځله ووېرېږه .

۱۶ ـــ زه په باران کې په قدم وهلو مین یم، ځکه هېڅوک نه شي کولای، چې زما اوښکې وویني .

۱۷ ـــ یوازې هغه کسان، چې ورسره مینه نه ده شوې، کرکه کوي، یوازې هغوی او غیر طبیعي انسانان .

۱۸ ـــ ژوند کولای شي فوق العاده وي، که چېرې نور مو په خپل حال پرېږدي .

۱۹ ـــ هېڅوک دومره بېوزله نه دی، چې ونه شي کولای چا ته موسکا ور وبښي او هېڅوک دومره شتمن نه دی، چې موسکا ته اړتیا ونه لري .

۲۰ ـــ زده کړي مې دي، په ژوند کې یوازې هغه څوک ما خوشالوي، چې راته ووایي: تا زه خوشاله کړم .

۲۱ تاسو هېڅکله خپل کور ته غل نه پرېږدئ، نو ولې هغو افکارو ته په خپل ذهن کې د هستوګنې اجازه ورکوئ، چې ستاسو خوشالي غلا کوي .

۲۲ ـــ د دوه بدمرغیو ترمنځ واټن ته نېکمرغي وایي .

۲۳ ـــ ژوند یوه ستونزه نه ده، چې حل یې کړې، بلکې یوه ډالۍ ده، چې باید ترې خوند واخلې .

۲۴ ـــ بېوزله او وږی انسان له ټیټ او بې مینې انسان څخه غوره دی .

۲۵ ـــ د نړۍ تر ټولو غوره الماس لمر دی، چې له ښه مرغه د ټولو په غاړو ځلېږي .

۲۶ ـــ بربنډتوب زموږ د عصر ناروغي ده .

۲۷ ـــ کله چې ژوند تاسو ته د ژړا له پاره سل دلیله درښیي، نو تاسو د خندا له پاره زر دلیله ور وښیئ .

۲۸ ـــ واده بازار ته تګ په څېر دی، ترڅو چې پیسې، اړتیا او اراده ونه لرې، نو بازار ته مه ځه .

۲۹ ـــ ما موندلي، چې سترې مفکورې هغه مهال ذهن ته لاره پیدا کوي، چې د دا ډول مفکورو د لرلو هوډ ولرو .

۳۰ ـــ کېدای شي ژوند هغه جشن نه وي، چې تا یې هیله لرله، مګر اوس چې ورته بلل شوی یې، ترڅو چې کولای شې ښکلی وناڅه .

۳۱ ـــ دا زموږ د ژوند یو له تضادونو څخه دی، چې انسان تل ناسم کار تر ټولو غوره او ممکن وخت کې ترسره کوي .

۳۲ ـــ حتا ځان خوشاله ښودل، هم نورو ته خوښي ور بښلی شي .

۳۳ ـــ که چېرې کومه ورځ درسره خیانت وشو، نو پوه شه چې ارزښت دې لوړ دی .

۳۴ ـــ تر ټولو ځلانده تاج، چې خلک یې په خپل سر باندې ږدي، په اور غالي کې جوړ شوی دی .

۳۵ ـــ حتا غوره اولاد هم د مور او پلار د روح دښمن دی .

۳۶ ـــ له خند پرته ورځ، هغه ورځ ده، چې بېځایه تېره شوې ده .

۳۷ ـــ بشپر نقاش هغه څوک دی، چې له هېڅ څخه ځانته سوژه جوړه کړي .

۳۸ ـــ که چېرې غواړئ، چې دښمنان مو وګواښئ، نو له خپلو دوستانو سره ښېګڼه وکړئ.

۳۹ ـــ زده کړي مې دي، چې نباید د ماشوم له لوري ډالۍ ته نه ووایم .

۴۰ ـــ زده کړي مې دي، چې د هغه چا له پاره دعا وکړم، چې په هېڅ ډول ورسره مرسته نه شم کولای .

۴۱ ـــ زده کړي مې دي، چې په پیسو شخصیت نه اخیستل کېږي .

۴۲ ـــ کله وخت د له لاسه ورکولو له پاره هېڅ نه لرم، په سړه سینه یې منم او خپلو بدمرغیو ته موسکی کېږم … خلک داسې فکر کوي، چې هېڅ ستونزه نه لرم، مګر له ستونزو پرته ژوند یوازې یو خوب دی، سړی نه شي کولای، چې تل ویده شي .

۴۳ ـــ موسکا وکړه ! پرته له تمې د دنیا په ځواب پوه شه، یوه ورځ به دنیا دومره شرمنده شي، چې د موسکا د ځواب پرځای به ستا ټولو سازونو ته وناڅي .

۴۴ ـــ زده کړي مې دي، چې یوازې کوچنۍ ورځنۍ پېښې دي، چې ژوند ننداریز کوي .

۴۵ ـــ زده کړي مې دي، چې له حقایقو سترګې پټول، په هغو کې بدلون نه شي را وستلای.
۴۶ ـــ زده کړي مې دي، چې دا مینه ده، چې ټپونو رغوي، نه وخت .

۴۷ ـــ زده کړي مې دي، چې کله له چاسره مخامخ کېږو، نو له موږ څخه د موسکا تمه لري .

۴۸ ـــ آخر هر څه ښه کېږي، که ښه نه شول، نو وخت یې نه دی را رسېدلی .

۴۹ ـــ زده کړي مې دي، چې د خپلې مور له مرګه مخکې، یو ځل زیات ورته ووایم، چې مینه درسره لرم .

۵۰ ـــ زده کړي مې دي، چې موسکا تر ټولو ارزانه لاره ده، چې د هغې په وسیله کولای شو، خپل لید پراخ کړو .

Doctor

 

 ۱ ـــ د نورو د سیاست په وړاندې رښتینولي ساده ګي ده او د نورو د رښتینولۍ په وړاندې سیاست خیانت دی .

۲ ـــ ډېری خلک ژوند کوي، پرته له دې چې دې ته اړتیا ولري، چې پوه شي ولې ؟

۳ ـــ په داسې یوه هېواد کې، چې یوازې دولت د خبرو کولو حق لري، په هېڅ خبره باور مه کوئ .

۴ ـــ مور مې ویل : مینه یوه شپه ده او پېښماني زر شپې، مګر پېښماني مې زر شپې ده، چې ولې مې یوه شپه مینه نه ده کړې .

۵ ـــ کله چې د حق او باطل په صحنه کې نه یې، کله چې د خپل عصر شاهد او د خپلې ټولنې د حق او باطل شهید نه یې، هر چېرته چې غواړې واوسه، څه په لمانځه ولاړ، څه شرابو ته ناست، دواړه یو دی .

۶ ـــ فقر هغه دوړې او خاورې دي، چې د کتابتون په نا پلورل شویو کتابونو باندې کېني . فقر بې خوړو د شپې پیلول نه دي، بلکې فقر بې فکره د ورځې تېرول دي .

۷ ـــ پرون مې ګاونډی له لوږې مړ شو، خو په ماتم کې یې پسونه حلال شول .

۸ ـــ ستر زړونه او لوړ احساسات، ښکلې او ځلاندې مینې را منځته کوي .

۹ ـــ ته پوهېږې، چې د دې نړۍ له ټولو نعمتونو څخه، هغه څه مې چې ټاکلي او ورسره مینه لرم یوازېتوب دی .

۱۰ ـــ ژوند یانې ډوډۍ، آزادي، فرهنګ، ایمان او مینه کول .

۱۱ ـــ که چېرې نه شي کولای، چې خلکو ته خدمت وکړې، لاړ شه ترڅو خیانت ونه کړې.

۱۲ ـــ که یو انسان بل انسان ووژني، سړی پاتې کېږي، که څه هم قاتل دی؛ مګر سړی چې د سړي په وړاندې ټیټېږي یا چاپړوسي کوي، نور نو سړی نه دی .

۱۳ ـــ هر څوک هغه ډول مري، چې ژوند کوي او هر څوک هغه ډول چې په ویښه دی، خوب ویني .
۱۴ ـــ نشتوالی دی، چې موږ ته موخه را کوي .

۱۵ ـــ زه د دې ټولو بدمرغیو او د ذلت منلو د روحیې لوی لامل په دوه څیزونو کې وینم : لومړی د حاکم په وړاندې احتیاط او بل د عوامو په وړاندې ځانښودنه .

۱۶ ـــ نه مرګ دومره وېرونکی دی او نه هم ژوند دومره خوږ دی، چې له پاره یې سړی خپل عزت تر پښو لاندې کړي .

۱۷ ـــ خپل جوهر لټوم او نه یې شم موندلای، زه د هغه سیوری یم، هغه چېرته دی ؟

۱۸ ـــ مهرباني او زړه خوږی هغه سړک دی، که هرڅومره پرې زیات لاړ شې، لاپسې خطر یې زیاتېږي، نه شې کولای چې بېرته را وګرځې، مګر باید یوه شېبه ودرېږې او ښایي څو ګامه په کندو او کپرو باندې لاړ شې .

۱۹ ـــ په هغه ښار کې چې لمر د ډیوې په بیه نه اخلي، پتنګ کېدل یانې تباهي .

۲۰ ـــ د سړي عزت د ښځې د بکارت په څېر دی، که یو ځل داغ پرې ولګېده، نور نو د جبران وړ نه دی .

۲۱ ـــ هی په دې اړه فکر کوو، چې موږ دلته خولې تویوو او حالت مو دغسې دی او هغوی هلته خولې خوري او حالت یې هغسې دی . نه پوهېږم، چې ستونزه د خولو په ډول کې ده او که زموږ په خوړلو او تویولو کې ؟!

۲۲ ـــ هوښیارانه واده وکړه، تر څو مینه ناک ژوند وکړې .

۲۳ ـــ هغه ورځ چې ټول د ښکلو سترګو په لټه کې وي، نو ته د ښکلو کتلو په لټه کې واوسه .

۲۴ ـــ تللی یې او زه دلته یوازې په دې هیله ساه اخلم، چې په هرې ساه سره یو ګام تاته نږدې کېږم . دا زما ژوند دی .

۲۵ ـــ که چېرې له انسان څخه مینه واخیستل شي، نو نوموړی په یوازې او کنګل ډول را منځته کېږي، چې یوازې د تولیدي دستګاوو په درد خوري .

۲۶ ـــ کینه، د سړیو په وړاندې تر ټولو ستر اعتصاب دی، که چېرې مات شي، نور نو اعتصاب نه، بلکې هیله ده .

۲۷ ـــ اړخ مې ټپي دی، وخت پرې مالګې دوړوي، زه کله په یوه اړخ او کله په بل اړخ کږېږم او ټول ګمان کوي، چې نڅېږم .

۲۸ ـــ نوم مې پلار را ته ټاکلی، او کورنی نوم مې یو له نیکونو څخه، نور بس دی، خپله لاره په خپله ټاکم .

۲۹ ـــ هغه زړه چې د بې کسۍ له امله یوازې دی، کولای شي هر څوک وزغمي .

۳۰ ـــ په دښمني کې دوه رنګي نه شته، کاشکې دوستان مې هم په خپل وخت کې بې ریا دښمنان وای .

۳۱ ـــ د ژوندانه د کړکېچونو د لرې کولو له پاره ښایي د لنډې لارې د لټولو پرځای سمه لار ولټول شي .

۳۲ ـــ مینه په سیند کې ډوبېدل دي او مینه لرل په سیند کې لامبو وهل . 

۳۳ ـــ په دردونو کې دوست نه خبرول، خپله د مینې لرلو یو ډول دی .

۳۴ ـــ ساعتونه پرېږدئ، چې ویده شي، بې ګټې ژوند کول شمېرلو ته اړتیا نه لري .

۳۵ ـــ ستونزې ستر انسانان لوړوي او کوچني انسانان وارخطا کوي .

۳۶ ـــ د نوو سمندرونو د موندلو له پاره باید د ساحل د پرېښودو جرات ولرو، دا نړۍ د بدلون نړۍ ده، نه د تقدیر نړۍ .

۳۷ ـــ له هغه چا سره مینه کول، چې د مینې کولو وړتیا نه لري، د مینې بېځایه لګښت (اسراف) دی .

۳۸ ـــ په زړه کې درد لرم، که چېرې وې وایم، نو ژبه مې سوزېږي .

۳۹ ـــ د سړیو تر ټولو ستره نېکمرغي د هغوی کوچنۍ بد مرغۍ دي .

۴۰ ـــ زه له تاسره مینه لرم، بل له تاسره مینه لري، بل له بل سره مینه لري . همدا ده، چې موږ یوازې یو .

۴۱ ـــ په درې څیزونو تکیه مه کوه : کبر، درواغ او مینه کبرجن سړی برید کوي په درواغو ماتې خوري او له مینې سره مړ کېږي .

۴۲ ـــ کله مې چې وغوښتل، ژوند وکړم، زما پرمخ یې لاره وتړله . کله مې چې وغوښتل ستاینه وکړم، وې ویل چې خرافات دي . کله مې چې وغوښتل مین شم، وې ویل، دروغ دي . کله مې چې وغوښتل وژاړم، وې ویل درواغ دي . کله مې چې وغوښتل وخاندم، نو وې ویل، لېونی دی . دنیا وساتئ، غواړم چې پلی شم .

۴۳ ـــ که چېرې نه شي کولای، چې ځان پورته بوځې، نو د مڼې په څېر واوسه، تر څو په را غوځېدلو سره دې یو فکر لوړ کړې .

۴۴ ـــ ایمان څومره ښه دی، څه بد کوي هغه کسان، چې هڅه کوي انسان له ایمان څخه خلاص کړي .

۴۵ ـــ اخلاص : په ژوند کولو کې رښتینولي، په اوسېدلو کې رښتینولي او په مینه کې رښتینولي .

۴۶ ـــ کوڅه او بازار، ښار او باغ، آبادي او سپېڅلتیا، روح او پري، ګل او مېوه، شیدې او ګبین یې په همدې ځمکه کې دي . په کافي اصولو کې روایت دی، چې جنت هم په همدې ځمکه کې نغښتی دی .

۴۷ ـــ ایمان څومره ښکلې او له عجایبو ډکه نړۍ ده، ته به وایې چې بله نړۍ هم په همدې نړۍ کې ده .

۴۸ ـــ سړی یو اوسېدل او انسان یو کېدل دي .

۴۹ ـــ خبرې چې کووم یوازې د حقیقت له پاره دي .

۵۰ ـــ که هر څومره یوازې شم، بیا هم خدای (ج) شته دی .


 

English Lesrning

https://www.instagram.com/sardarmuhammad.aftab/tagged/