۱: اې خلکو الله(ج) چې ستاسې له پاره اور تیار کړی دی، پورته شئ هغه اور د لمونځ په واسطه مړکړئ.
۲: د عقل مند پېژندنه کم ویل دي.
۳: فقیر ته صدقه په ډېر ادب او عاجزۍ سره ورکوه، ځکه چې فقیر ته په عاجزۍ صدقه ورکول د قبلیدو نښه ده.
۴: د مصیبت بنسټ مباحثه ده.
۵: اوښکې توی کړه په هغه ورځ چې تیره شوه او هيڅ نیکي دې پکې ونکړه.
۶: میوه لرونکې ونه مه وهئ( پرې کوئ).
۷: علم پرته د عمل څخه بیکاره ده او بې علمه عمل هم بیکاره دی.
۸: ښځې د سرو زرو سوروالی او د زعفرانو زیړوالي هلاکې کړې.
۹: ماته دا غوره وه چې زه د یو مومن بنده د سینې ویښته وای.
۱۰: پرهیز کوئ چې ګټه رسوي او عمل کوئ چې عمل قبلیږي.
۱۱: په زړه اکثره آفتونه د سترګو له لارې راځي.
۱۲: اې خلکو! د الله(ج) له ویرې څخه وژاړئ کنه، نو هغه ورځ هم راتلونې ده.
۱۳: له بدو خلکو سره د کېناستلو څخه یواځې کېناستل غوره دي.
۱۴: د الله (ج) په کارونوکې خبرې مه کوئ، کنه نو الله به ستاسې په کارونو کې کار ولري.
۱۵: اخلاق دا دي چې د اعمالو بدله وانه خیستل شي.
۱۶: انسان ضعیف دی، تعجب دی، بیا هم چې د الله(ج) د طاقت نافرماني کوي.
۱۷: د کفارو سره جهاد کوچنی جهاد دی، د نفس سره جهاد لوی(اکبر) جهاد دی.
۱۸: ځواني او حقیقي سخاوت دادی چې د بل چا تکلیف په خپله غاړه واخلي.
۱۹: کوم ځناور چې مړشي یا کومه ونه چې ووهل شي، لامل یې دا وي چې د الله(ج) تسبیح یې پرېښې وي.
۲۰: په چا چې نصیحت تاثیر ونکړي، په دې پوه شه چې زړه یې د ایمان څخه خالي شوی دی.
۲۱: د ژوند دوران څه عجیبه امر دی، مګر د دې څخه غفلت عجب تر دی.
۲۲: د ګیلو او شکایتونو څخه ژبه په امن کړه، راحت به درته پیداشي.
۲۳: عدل او انصاف د هرڅه نه غوره دی.
۲۴: ما په نوي کفن کې مه خښوئ، زما څخه زیات حق د هغه چا دی، چې ژوندی وي او په تن لوڅ وي.
۲۵: د مومن له پاره دومره علم کافي دی چې د الله(ج) څخه وډار شي.
۲۶: د پیغمبر انو میراث علم دی او دفرعون او قارون میراث مال.
۲۷: چا کې چې د ژړیدو وس نه وي، نو په ژړیدونکي د رحم وکړي.
۲۸: په خبروکې اختصار (لنډوالی) کوه همدومره چې واوریدل شي، په اوږدو خبروکې د سړي نه موضوع ضایع کېږي.
۲۹ : ژوند ساده او مختصر تیرول پکاردي، کنه نو دقیامت ورځ به سخته وي.
۳۰: په کوم قوم کې چې بې حیایي خپره شي، نو د الله(ج) په هغه قوم عذاب رالیږي.
۳۱: د مخلوق د تکلیف لرې کول او په خپل ځان یې تکلیف تیرول حقیقي سخاوت دی.
No comments:
Post a Comment
if you have any question you can contact me.