Tuesday, May 19, 2020

Doctor

 

 ۱ ـــ د نورو د سیاست په وړاندې رښتینولي ساده ګي ده او د نورو د رښتینولۍ په وړاندې سیاست خیانت دی .

۲ ـــ ډېری خلک ژوند کوي، پرته له دې چې دې ته اړتیا ولري، چې پوه شي ولې ؟

۳ ـــ په داسې یوه هېواد کې، چې یوازې دولت د خبرو کولو حق لري، په هېڅ خبره باور مه کوئ .

۴ ـــ مور مې ویل : مینه یوه شپه ده او پېښماني زر شپې، مګر پېښماني مې زر شپې ده، چې ولې مې یوه شپه مینه نه ده کړې .

۵ ـــ کله چې د حق او باطل په صحنه کې نه یې، کله چې د خپل عصر شاهد او د خپلې ټولنې د حق او باطل شهید نه یې، هر چېرته چې غواړې واوسه، څه په لمانځه ولاړ، څه شرابو ته ناست، دواړه یو دی .

۶ ـــ فقر هغه دوړې او خاورې دي، چې د کتابتون په نا پلورل شویو کتابونو باندې کېني . فقر بې خوړو د شپې پیلول نه دي، بلکې فقر بې فکره د ورځې تېرول دي .

۷ ـــ پرون مې ګاونډی له لوږې مړ شو، خو په ماتم کې یې پسونه حلال شول .

۸ ـــ ستر زړونه او لوړ احساسات، ښکلې او ځلاندې مینې را منځته کوي .

۹ ـــ ته پوهېږې، چې د دې نړۍ له ټولو نعمتونو څخه، هغه څه مې چې ټاکلي او ورسره مینه لرم یوازېتوب دی .

۱۰ ـــ ژوند یانې ډوډۍ، آزادي، فرهنګ، ایمان او مینه کول .

۱۱ ـــ که چېرې نه شي کولای، چې خلکو ته خدمت وکړې، لاړ شه ترڅو خیانت ونه کړې.

۱۲ ـــ که یو انسان بل انسان ووژني، سړی پاتې کېږي، که څه هم قاتل دی؛ مګر سړی چې د سړي په وړاندې ټیټېږي یا چاپړوسي کوي، نور نو سړی نه دی .

۱۳ ـــ هر څوک هغه ډول مري، چې ژوند کوي او هر څوک هغه ډول چې په ویښه دی، خوب ویني .
۱۴ ـــ نشتوالی دی، چې موږ ته موخه را کوي .

۱۵ ـــ زه د دې ټولو بدمرغیو او د ذلت منلو د روحیې لوی لامل په دوه څیزونو کې وینم : لومړی د حاکم په وړاندې احتیاط او بل د عوامو په وړاندې ځانښودنه .

۱۶ ـــ نه مرګ دومره وېرونکی دی او نه هم ژوند دومره خوږ دی، چې له پاره یې سړی خپل عزت تر پښو لاندې کړي .

۱۷ ـــ خپل جوهر لټوم او نه یې شم موندلای، زه د هغه سیوری یم، هغه چېرته دی ؟

۱۸ ـــ مهرباني او زړه خوږی هغه سړک دی، که هرڅومره پرې زیات لاړ شې، لاپسې خطر یې زیاتېږي، نه شې کولای چې بېرته را وګرځې، مګر باید یوه شېبه ودرېږې او ښایي څو ګامه په کندو او کپرو باندې لاړ شې .

۱۹ ـــ په هغه ښار کې چې لمر د ډیوې په بیه نه اخلي، پتنګ کېدل یانې تباهي .

۲۰ ـــ د سړي عزت د ښځې د بکارت په څېر دی، که یو ځل داغ پرې ولګېده، نور نو د جبران وړ نه دی .

۲۱ ـــ هی په دې اړه فکر کوو، چې موږ دلته خولې تویوو او حالت مو دغسې دی او هغوی هلته خولې خوري او حالت یې هغسې دی . نه پوهېږم، چې ستونزه د خولو په ډول کې ده او که زموږ په خوړلو او تویولو کې ؟!

۲۲ ـــ هوښیارانه واده وکړه، تر څو مینه ناک ژوند وکړې .

۲۳ ـــ هغه ورځ چې ټول د ښکلو سترګو په لټه کې وي، نو ته د ښکلو کتلو په لټه کې واوسه .

۲۴ ـــ تللی یې او زه دلته یوازې په دې هیله ساه اخلم، چې په هرې ساه سره یو ګام تاته نږدې کېږم . دا زما ژوند دی .

۲۵ ـــ که چېرې له انسان څخه مینه واخیستل شي، نو نوموړی په یوازې او کنګل ډول را منځته کېږي، چې یوازې د تولیدي دستګاوو په درد خوري .

۲۶ ـــ کینه، د سړیو په وړاندې تر ټولو ستر اعتصاب دی، که چېرې مات شي، نور نو اعتصاب نه، بلکې هیله ده .

۲۷ ـــ اړخ مې ټپي دی، وخت پرې مالګې دوړوي، زه کله په یوه اړخ او کله په بل اړخ کږېږم او ټول ګمان کوي، چې نڅېږم .

۲۸ ـــ نوم مې پلار را ته ټاکلی، او کورنی نوم مې یو له نیکونو څخه، نور بس دی، خپله لاره په خپله ټاکم .

۲۹ ـــ هغه زړه چې د بې کسۍ له امله یوازې دی، کولای شي هر څوک وزغمي .

۳۰ ـــ په دښمني کې دوه رنګي نه شته، کاشکې دوستان مې هم په خپل وخت کې بې ریا دښمنان وای .

۳۱ ـــ د ژوندانه د کړکېچونو د لرې کولو له پاره ښایي د لنډې لارې د لټولو پرځای سمه لار ولټول شي .

۳۲ ـــ مینه په سیند کې ډوبېدل دي او مینه لرل په سیند کې لامبو وهل . 

۳۳ ـــ په دردونو کې دوست نه خبرول، خپله د مینې لرلو یو ډول دی .

۳۴ ـــ ساعتونه پرېږدئ، چې ویده شي، بې ګټې ژوند کول شمېرلو ته اړتیا نه لري .

۳۵ ـــ ستونزې ستر انسانان لوړوي او کوچني انسانان وارخطا کوي .

۳۶ ـــ د نوو سمندرونو د موندلو له پاره باید د ساحل د پرېښودو جرات ولرو، دا نړۍ د بدلون نړۍ ده، نه د تقدیر نړۍ .

۳۷ ـــ له هغه چا سره مینه کول، چې د مینې کولو وړتیا نه لري، د مینې بېځایه لګښت (اسراف) دی .

۳۸ ـــ په زړه کې درد لرم، که چېرې وې وایم، نو ژبه مې سوزېږي .

۳۹ ـــ د سړیو تر ټولو ستره نېکمرغي د هغوی کوچنۍ بد مرغۍ دي .

۴۰ ـــ زه له تاسره مینه لرم، بل له تاسره مینه لري، بل له بل سره مینه لري . همدا ده، چې موږ یوازې یو .

۴۱ ـــ په درې څیزونو تکیه مه کوه : کبر، درواغ او مینه کبرجن سړی برید کوي په درواغو ماتې خوري او له مینې سره مړ کېږي .

۴۲ ـــ کله مې چې وغوښتل، ژوند وکړم، زما پرمخ یې لاره وتړله . کله مې چې وغوښتل ستاینه وکړم، وې ویل چې خرافات دي . کله مې چې وغوښتل مین شم، وې ویل، دروغ دي . کله مې چې وغوښتل وژاړم، وې ویل درواغ دي . کله مې چې وغوښتل وخاندم، نو وې ویل، لېونی دی . دنیا وساتئ، غواړم چې پلی شم .

۴۳ ـــ که چېرې نه شي کولای، چې ځان پورته بوځې، نو د مڼې په څېر واوسه، تر څو په را غوځېدلو سره دې یو فکر لوړ کړې .

۴۴ ـــ ایمان څومره ښه دی، څه بد کوي هغه کسان، چې هڅه کوي انسان له ایمان څخه خلاص کړي .

۴۵ ـــ اخلاص : په ژوند کولو کې رښتینولي، په اوسېدلو کې رښتینولي او په مینه کې رښتینولي .

۴۶ ـــ کوڅه او بازار، ښار او باغ، آبادي او سپېڅلتیا، روح او پري، ګل او مېوه، شیدې او ګبین یې په همدې ځمکه کې دي . په کافي اصولو کې روایت دی، چې جنت هم په همدې ځمکه کې نغښتی دی .

۴۷ ـــ ایمان څومره ښکلې او له عجایبو ډکه نړۍ ده، ته به وایې چې بله نړۍ هم په همدې نړۍ کې ده .

۴۸ ـــ سړی یو اوسېدل او انسان یو کېدل دي .

۴۹ ـــ خبرې چې کووم یوازې د حقیقت له پاره دي .

۵۰ ـــ که هر څومره یوازې شم، بیا هم خدای (ج) شته دی .


 

No comments:

Post a Comment

if you have any question you can contact me.