- هغه چې په شتو کې له لوږې مري، د هغوی لوږه له ناپوهۍ نه ده.
زه لوی او کوچني خلک په دې پېژنم چې لوی خلک پر راتلونکي او کوچني پر تېر فکر کوي.
۳ سپي یوازې دخپل څښتن دښمن نه داړي، کله کله يې پر دوستانو هم حمله کوي.
۴ - ترمخدوم نه مې خادم او تر پیر نه مې مرید خوښېږي.
۵ - وپوهېدم چې دخیر او برکت خلک په ساده مسلمانانو کې موندلی شو.
۶ - زموږ ډېر غمونه د خوښۍ په ډولۍ کې پټ دي.
۷ - ځیني وايي،خوښ خلک هغه دي چې غم نه لري، خو داسې نه ده، له هر چا سره د خوښۍ په اندازه غم دی.
۸ - ښه ده چې عقل او پوهه پرموږ ډېر تسلط نه لري، که نه ډېرې خوشالۍ به مو پر غم بدلې شوې وای.
۹ - د غم او خپګان یوه دنده دا ده چې د خوشالۍ ذایقه او خوندروزي.
۱۰ - موږ هغه شیان خوشالوي چې موږ یې ډېر خپه کړي یو.
۱۱ ـ ځیني وخت خپګان او غمونه د خوشالۍ د راتلو زیری راکوي.
۱۲ ـ په یاد ولرئ چې تیز باران سېلابونه او تندر له ځان سره لري.
۱۳ ـ جبر او اختیار په هرځای کې یو شان نه وي.
۱۴ ـ هر څومره چې د انسان په ژوند کې پرمختګ رامنځ ته کېږي، په هغومره اندازه جبر او مجبوریتونه کمېږي او اختیار او خپلواکي ډېریږي.
۱۵ ـ د زمانې دا عادت دی چې زاړه شیان له کاره باسي او نوي شیان په کار اچوي.
۱۶ ـ موږ تر خدمتګارانو باداران ښه پېژنو.
۱۷ ـ خوږوالی یو خوږوالی دی، خو په مختلفو ځایونو کې په بېل خوند او بېل نوم پیدا کېږي.
۱۸ ـ هره هغې خبره کې چې ابتکار وي، هغه د ادب پردې ته لویه اړتيا لري.
۱۹ ـ پر خلکو حکومت کول ګران نه، بلکې په هغو کې د لایقو او پوهو کسانو پېژندل ګران کار دی.
۲۰ ـ ډېرې خبرې کوونکو او ډېر فکر کوونکو ته د کار خلک نه شو ویلای؛ ځکه تر ډېره د هغوى خبرې او فکر عملي جنبه نه لري.
No comments:
Post a Comment
if you have any question you can contact me.